تازه خبرونه

غوره ده، چې د نړیوالو سرتېرو تشه پر ملي ځواکونو ډکه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو یو جګپوړی قومندان وایي؛ افغانستان ته  د نورو نړیوالو سرتېرو د لیږلو پر ځای غوره ده، چې د ځواکونو تشه د ملي اردو ځواکونه ډکه کړي.

په بروکسل کې د ناتو د پوځي کمیتې یوسل و شپږ اویایمه ناسته د جګپوړیو پوځي قومندانانو په حضور کې پای ته ورسیده. دغه غونډه د ناتو له سرمشریزې یوه اوونۍ مخکې تر سره شوه، چې اصلي محور یې د افغانستان په اړه بحث و.

د ناتو د پوځي کمیتې رییس جنرال پیتر پاول وایي، د پریکنده ملاتړ ماموریت په غونډه کې د ۲۰۱۸ کال لپاره پر انعطاف منونکې او د شرایطو مطابق تګلارې پر وړاندیزونو تمرکز وشو، د بې ثباته امنیتي وضعیتپ پر دلیل، جګپوړیوامنیتي چارواکو د افغان ځواکونو پر زدکړو، سلا مشورو او مرستو ټینګار څرګند کړ.شک نشته، چې با ثباته افغانستان  د سیمې د ثبات په ګټه دی او دغه راز د هر فرد ګټه خوندي کوي.

دغه راز د امریکا پوځي ورځپاڼې ستار اند استترایپ، لیکلي، چې د امریکا د استخباراتي ټولنې د یوې پټې څېړنې له مخې؛ د امریکا نوې جګړییزه تګلاره، چې تېره میاشت د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکارانو لخوا تصویب شوې وه،  په کې ویل شوي، چې د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي او د افغان دولت ساتنې لپاره پنځوس زره نورو امریکایی سرتېرو ته اړتیا ده.

د امریکا دفاع وزیر په ناروې کې ویلي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو پرېکړه د ائتلاف پر نورو غړیو هېوادونو پورې تړلې ده.

 د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وایي،  مونږ به وروستۍ پرېکړې ته ونه رسیږو؛ خو دا، چې متحدان مو وروستۍ پرېکړه ونه کړي. دغه پرېکړه به ژر وشي او مونږ پرې کار کوو. مهمه دا ده، چې مونږ سمه پرېکړه وکړو؛ نه بېړنۍ هغه.

په اروپا کې د ناتو قومندان جنرال کرتیس اسکاپروتي په اوسني جګړه ییز حالت کې د یوې مسلکي او پیاوړې اردو جوړیدل ستونزمن کار بولي؛ خو ټینګار کوي، چې غوره ده د جګړې په ډګرونو کې نیمګړتیاوې د افغان ځواکونو لخوا لیرې شي.

ټاکل شوې د مې پر پېنځه ویشتمه د  بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو سرمشریزه جوړه شي؛ خو مخکې  له دې د امریکا د دولت یوه جګپوړي چارواکي ویلي وه، چې ولسمشر دونالد ترمپ سعودي عربستان ته  د جمعې په ورځ د سفر پر مهال او د څه باندې ۵۰  اسلامي هېوادونو په غونډه کې د ګډون پر مهال په افغانستان او پاکستان کې له داعش او بنسټ پالو سره د مبارزې مساله تر بحث لاندې نیسي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version