بلخ @ps
تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو په تخار کې د بازار یو ساتونکی پر دار ځړولی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
امنیتي چارواکو ویلي، چې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د سیاب بنګي کلي د بازار ساتونکی په دار ځړولی دی.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر د پېښې د تائید تر څنګ ویلي، چې دغه سړی عبدالباقي نومیږي او ۴۳ کاله عمر لري.
نوموړي زیاته کړې، چې عبدالباقي نومی د یاد کلي د جمعه بازار ساتونکی و.
د نوموړي په وینا؛ د پېښې لامل تر دې دمه روښانه شوی نه دی؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پېښې د عاملانو په اړه هم تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنایي جرمونه او خپلسري محاکم د تېر په پرتله ډېر شوي او عامو خلک یې اندېښمن کړي دي.