تازه خبرونه
روان عملیات به د سولې خبرې وګواښي- پکتیاوال
په پکتیا کې لسګونه قومي مشرانو، ځوانانو او یو شمېر میرمنو په یوه غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت له لوري پسرلني عملیات وغندل او څرګنده شوه، چې که دواړه خواوې اوربند ونکړي د سولې په برخه کې به روانې هڅې پڅې شي.
د ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري پر وسلوالو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ، چې عملیات ودروي او د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې دې نه ګواښي.
د پکتیا اوسیدونکی محمد ایوب توتاخېل وایي، چې د افغان حکومت له لوري د خالد او د وسلوالو طالبانو لخوا په الفتح نومو عملیاتو کې د جګړې له کبله ډېری زیان ملکي وګړي ویني او باید، چې دواړه خواوې روان عملیات ودروي او د سولې لپاره دې ګړندي ګامونه پورته شي.
د پکتیا اوسیدونکې سپوږمۍ وايي؛ نه یوازې دا، چې په دې ټولنه کې نرینه د جګړې قرباني دي، بلکې میرمنې هم له روانې جګړې زیان ويني.
د پکتیا اوسیدونکي په داسې حال کې د ښکېلو خواوو تر منځ د روانې جګړې د غندلو خبره کوي، چې څلور ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د خالد نومو عملیاتو پر وړاندې د الفتح په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.
خبریال: فرید الله احمدزی