تازه خبرونه

امام محمد وریماچ د ټاکنو له دارالانشا څخه د ګوښه کیدو راپورونه ردکړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو د دارالانشا ريیس ویلي، چې تر اوسه یې له دندې د ګوښه کیدو رسمي مکتوب نه دی تر لاسه کړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او ټاکنو خپلواک کمیسیون ځينې سرچینې تائيدوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس امام محمد وریماچ د ولسمشر لخوا له دندې ګوښه کړای شوی دی؛ خو خپله ښاغلی وریماچ دغه راپورونه بې بنسټه ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس امام محمد وریماچ وایي، چې ما تر دې دمه له دندې د ګوښه کیدو په اړه د ارګ له لوري کوم مکتوب نه دی تر لاسه کړی.  

د ټاکنو ناظر بنسټونه هم وايي، چې د کمزوري مدیریت او اداري فساد له کبله ولسمشر پرېکړه کړې، چې امام محمد وریماچ له دندې ګوښه کړي؛ خو د کمیشنرانو له رسمي غوښتنې پرته ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاُ د رييس د ګوښه کولو واک نلري.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي رييس یوسف رشید وایي، د افرادو ګوښه کول د حل لار نه ده؛ باید په دې اړه سمه پرېکړه وشي.  

امام محمد وریماچ تېر کال د کب په میاشت کې د ولسمشر لخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ريیس په توګه وټاکل شو.

څارونکیو بنسټونو څرګنده کړې، چې که د ټاکنو دارالانشا ته غوره کس غوره نشي؛ راتلونکې ټاکنې به له ګواښ سره مخ شي.

خبریال:فواد ناصری

Trending

Exit mobile version