بلخ @ps

روسي الوتکو د تخار ولایت د درقد اړوند سیمې بمبارد کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

عیني شاهدانو ویلي، چې روسي الوتکو نن سهار د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې د موسی زي، قره تپه، واچ ګذر، رستاقی ها او کشمي ها کلي بمبارد کړي دي.

یو شمېر طالب سرچینو څرګنده کړې؛ روسي الوتکو د طالبانو یو شمېر پوستې تر برید لاندې نیولي، چې په کې ځاني زیانونه نه دي اوښتي.

د روسيې دفاع وزارت په دې اړه ويلي، چې د روسيې نظامي الوتکو د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه هیڅ عمليات نه دي کړي.

د روسيې دفاع وزارت وايي، داسې خبرونه يې ترلاسه کړي، چې روسي الوتکو د تاجکستان پولې ته څېرمه د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي؛ خو دغه ډول خبرونه له حقيقته لیرې دي.

د تخار والي وياند جواد هجري ويلي، نن سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمه هوايي بريد وکړ، چې له کبله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې پرون له غرمې وروسته له تاجکستان سره پر ګډه پوله د  درقد ولسوالۍ د جنګل په سيمه کې د قاچاقبرانو او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې په کې دوه تاجکي سرحدي پولیس ووژل شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وروسته بیا تاجکي الوتکو اړوند سیمه بمبارد کړه.

د تخار امنيه قومندانۍ وياند خليل اسير رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تاجکي الوتکو په هوايي بريد کې ٦ طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

 ده زیاته کړې، چې د جنګل سيمه له څو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

د تخار د ولایتي شورا غړی انجنیر قسیم وایي، دا برید له همغږې پرته شوی او تاجکستان باید له برید مخکې په دې اړه افغانستان ته خبر ورکړی وای.

طالبانو او تاجکستان حکومت تر اوسه د دغې مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

 

Trending

Exit mobile version