تازه خبرونه
دښمن د تېر په څېر لاریونونه او راټولیدنې خپله موخه ګڼي- کابل ګارنیزیون
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
کابل ګارنیزیون وايي؛ داسې معلومات تر لاسه شوي، چې دښمن د تېر په څېر پر لاریونونو او راټولیدنو وسلوال بریدونه کوي.
ګارنیزیون رسنیو ته په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونه امنیتي دندي لري او د دردوونکیو پېښو له مخنیوي بښنه غواړي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې حالاتو ته په کتو له لاریونونو، اعتصابونو او راټولیدنو ځانونه وژغوري.
له پرونې لاریون مخکې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د جنبش روشنایي پر لاریون غبرګو چاودنو ۸۵ کسه ووژل او لږ تر لږه ۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې پېښې وروسته د کابل ګارنیزیون عمومي قومندانۍ د جنبش روشنایي پر لاریونونو بندیز ولګاوه، چې تر ننه روان دی.