تازه خبرونه
سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۳ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي – بغلان
ویل کیږي چې دغه پیښه نن د دوه بجو شاوخوا د یادې ولسوالې د شیخ جلال په سیمه کې رامنځته شوې ده.
فضل الدین مرادي، د بغلان د نهرین ولسوال، بغلان کې د آریانا نیوز خبریال ته ویلي چې دغه چاودنه هغه مهال ترسره شوه چې امنیتي ځواکونه د یوې پوستې د اکمالولو لپاره له دغې سیمې د تیریدو په حال کې و.
هغه همداراز زیاته کړې چې سید نورآغا د نهرین ولسوالې د پولیسو قومندان او سید ضیا الدین د یادې ولسوالې د ځایې پولیسو قومندان قومندان هم د ټپیانو په شمیر کې دي.
همداراز ویل کیږي چې وسلوالو طالبانو د چهارشنبې پر ورځ د افغان ځواکونو پر یوه پوسته باندې برید وکړ، خو د مرستې له رسیدو سره یاد وسلوال له سیمې څخه وتښتیدل.
ځایي روغتیایي مسئولینو ویلي چې د پولیسو درې مړی او ۸ ټپیان د بغلان روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې دمه د یادو پیښو پر تړاو هیڅ مخالفې ډلې مسئولیت پرغاړه ندې اخیستې.