تازه خبرونه

دوه بهرني دیپلوماتان د کرونا ویروس ۳۴  ککړو کسانو په شمیر کې دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا د څرګندونو لمخې، افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۴ تنو ته رسیدلې.

وروسته له هغې چې په تیرو څلورو ویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس لس نورې مثبتې پیښې ثبت شوې، د عامې روغتیا وزیر د هرات ښار د بشپړ قرنطین وړاندیز وکړ.

د کرونا د لسو مثبتو پيښو له جملې څخه، دوه په کابل کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزیر په خلکو غږ وکړ چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او د پاخه عمر خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې  له جدي اړتیا پرته، په خپلو خونو کې پاتې شي.

د عامې روغتیا د معلوماتو لمخې درې په هرات، دوې په زابل، یوه په کندهار، یوه په غزني، یوه په بلخ او دوې په کابل کې مثبتې پیښې ثبت شوي دي، او ۲۲۰ مشکوکې پيښې کابل کې تر څیړنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز خبرداری ورکړ چې په کار ده هرات ولایت تر بشپړ قرنطین لاندې راوستل شي او په پلازمینه کابل کې تدابیر لوړې کچې ته ورسول شي.

هغه وویل چې کابل کې باید هر ډول رسمي او غیر رسمي غونډې بندې شي، عامه ترانسپورت ودرول شي او رستورانټونه وتړل شي.

د عامې روغتیا وزیر ټينګار وکړ که خلک روغتیايي ټکو او د عامې روغتیا وزرت سپارښتنو ته جدي پام نه کړي، حالات به ډير خراب شي.

Trending

Exit mobile version