تازه خبرونه
خلک دې د کرونا ناروغۍ څخه د خوندیتوب لپاره د جمعې لمونخونه پریږدي- عالمان
د کورونا ویروس د خطرونو په اړه د دیني عالمانو د پوهاوي کمیسیون له خلکو وغوښتل، چې له دغه رنځ څخه د خوندیتوب لپاره دې د جمعې لمونځونه پریږدي او له هر ډول غونډو دې ځان وساتي.
په افغانستان کې د کورونا ویروس د هرې ورځې پر تېریدو ډېر کسان لاندې کوي؛ خو په اړه یې د خلکو باورونه هم توپیر لري.
ځينو دیني عالمانو ویلي، چې د کورونا ویروس له وېرې باید جوماتونه ونه تړل شي او خلک باید په جمعه لمونځونه وکړي.
اوس له کورونا ویروس سره د د یني عالمانو د مبارزې کمیسیون ویلي، چې که د خلکو ژوند او روغتیا ته خطر وي؛ باید په جمعه لمونځ ونکړي او له ګڼې ګوڼې ځان وساتي.
له کورونا ویروس سره د مبارزې د دیني عالمانو د کمیسیون مشر عبدالسلام عابد د یو شمېر دیني عالمانو هغه خبرې، چې وایي؛ کورونا ویروس د مسلمانانو لپاره ندی راغلی، له حقیته لیرې بولې او زیاتوي، چې د ځان ژغورل د اسلامي عقیدې مهمه برخه او د الله امر دی.
دیني عالم خالق داد حقاني هم ویلي، چې له کورونا ویروس څخه د مړو شویو کسانو په جنازه کې هم باید ډېر خلک ګډون ونکړي.
دیني عالم عزت الله مصلح وايي، چې د خطر پر مهال مسلمانان کولی شي، چې په منفرد ډول لمونځونه په کورونو کې وکړي.
هغه له خلکو غواړي، چې دغه سپارښتنې په پام کې ونیسي، چې د کورونا ویروس د ډېرې خوریدو مخنیوی وکړي.
دیني عالمان وايي، چې ټول خلک باید له کورونا ویروس سره له خپله ځانه مبارزه پیل کړي او روغتیايي ټکي او د اړوندو چارواکو سپارښتنې په پام کې ونیسي.