تازه خبرونه

دوه ورځې وروسته له کاره لویدلې افغانۍ له چلنده لویږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې سوري، تیزاب وهلي، رنګ شوي، ډېر لیکل شوي او مینځلي بانک نوتونه د زمري له ۳۱ وروسته د چلښت وړ نه دي؛ خو مناسب( زاړه او شکستیب شوي) بانکنوتونه به د چلښت وړ وي.

که څه هم د نامناسبو افغانیو له چلنده لویدو خلکو ته ستونزې پیدا کړي؛ خو د افغانستان بانک ویاند ایمل عشور وايي، چې یوازې هغه بانکنوتونه، چې سوري وي، رنګ شوي او یا هم مینځل شوي، له چلښته لویږي او زاړه بانګنوتونه که څه هم، چې رابرتیپ شوي وي، د چلښت وړ دي.  

خلک کتار ولاړ دی، چې نامناسب له او کاره لویدلي بانکنوتونه د افغانستان بانک ته وسپاري او نوي تر لاسه کړي. د نامناسبو بانکنوتونو را ټولول به د زمري میاشتې تر ۳۱ روان وي.

یو شمېر کسان، چې غواړي نامناسبې افغانۍ په افغانستان بانک کې بدلې کړي، وايي، چې په بازار کې زړې او رابرتیپ شوې افغانۍ هم له چلښته لویدلي دي او هیڅوک نه غواړي پر دغه ډول بانکنوتونو معامله وکړي.

دوی په ډاګه کوي، چې صرافان ۱۰۰۰ نامناسبې افغانۍ پر ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو تخفیف اخلي؛ مونږ له چا ګیله وکړو؟  

یو شمېر نور بیا وایي، چې دولت دې دا ټولې نامناسې پیسې راټولې کړي او بیا دې ټولې وسوځوي.

مسوولین څرګندوي، چې تر اوسه یو میلیارد او درې سوه میلیون له کاره لویدلې افغانۍ را ټولې شوې دي.

Trending

Exit mobile version