Connect with us

تازه خبرونه

شپږ ولایتونو ته د څلور سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د پروژو تړونونه لاسلیک شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اوبو او انرژۍ وزارت  توانیدلی، چې د هېواد په شپږ ولایتونو کې د څلورسوه میلیون افغانیو پر ارزښت له خصوصي سکتور سره د پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت توانیدلی، چې له خصوصي سکتور سره د  ۳۷۲ میلیون ډالرو پر ارزښت پانګونه جذب کړي.

 د او بو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ د هېواد په شپږ ولایتونو( بلخ، هرات، پروان، پنجشیر، کندهار او کاپیسا) کې به د استنادي د یوالونو او کانالونو د جوړولو چاري پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمدګل خلمي ویلي؛ د دغو پروژو له پلي کیدو سره  به د ځینو ولایتونو هغه ستونزې، چې د اوبو د ګواښ، سیلابونو او او بو د مدیریت په برخه کې حل شوې نه دي کړو او غواړو، چې دا چاره نورو ولایتونو ته هم پراخه کړو.

د ملي شورا ځینې غړي وايي؛ د دې پروژو په پلي کیدو سره به د یو شمېر ولایتونو د خلکو په ژو ند کې مثبت بدلون راشي.

د ملي شورا یو شمېر استازيو، چې په دې ناسته کې برخه درلوده وايي، چې استنادي دیوالونه خورا مهم  دي؛ ځکه، چې په ډېرو برخو کې به د یو شمېر هېوادوالو ستونزې حل کړي.

د ولسي جرګې غړې ذکیه سنګین وایي، چې مونږ په ډېرو برخو کې د اوبو مدیریت ته اړتیا لرو. مهمه خبره داده، چې پروژې باید د تړون له مخې تر سره شي، چې ګټه یې ډېره شي. مونږ دې موضوع ته پوره ژمن یو.

د ولسي جرګې غړی رییس عبدالخالق د هغو سیمو خاورورو ته په نغوته کې، چې هر کال یې اوبه وړي وايي: مونږ د اوبو او انژۍ له وزارته هیله کوو، چې د استنادي د یوالونو د جوړولو په برخه کې د آمو سیند غاړيو ته هم پام وکړي؛ ځکه مونږ هلنه له ستونزو سره مخ یو.

د اوبو او انرژۍ  وزارت مسوولین وايي، چې د دغو کانالونو او استنادي د یوالونو له بشپړیدو سره به د هېواد په شپږ ولایتو نو کې ۹۷۸۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!