تازه خبرونه
شپږ ولایتونو ته د څلور سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د پروژو تړونونه لاسلیک شول
د اوبو او انرژۍ وزارت توانیدلی، چې له خصوصي سکتور سره د ۳۷۲ میلیون ډالرو پر ارزښت پانګونه جذب کړي.
د او بو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ د هېواد په شپږ ولایتونو( بلخ، هرات، پروان، پنجشیر، کندهار او کاپیسا) کې به د استنادي د یوالونو او کانالونو د جوړولو چاري پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمدګل خلمي ویلي؛ د دغو پروژو له پلي کیدو سره به د ځینو ولایتونو هغه ستونزې، چې د اوبو د ګواښ، سیلابونو او او بو د مدیریت په برخه کې حل شوې نه دي کړو او غواړو، چې دا چاره نورو ولایتونو ته هم پراخه کړو.
د ملي شورا ځینې غړي وايي؛ د دې پروژو په پلي کیدو سره به د یو شمېر ولایتونو د خلکو په ژو ند کې مثبت بدلون راشي.
د ملي شورا یو شمېر استازيو، چې په دې ناسته کې برخه درلوده وايي، چې استنادي دیوالونه خورا مهم دي؛ ځکه، چې په ډېرو برخو کې به د یو شمېر هېوادوالو ستونزې حل کړي.
د ولسي جرګې غړې ذکیه سنګین وایي، چې مونږ په ډېرو برخو کې د اوبو مدیریت ته اړتیا لرو. مهمه خبره داده، چې پروژې باید د تړون له مخې تر سره شي، چې ګټه یې ډېره شي. مونږ دې موضوع ته پوره ژمن یو.
د ولسي جرګې غړی رییس عبدالخالق د هغو سیمو خاورورو ته په نغوته کې، چې هر کال یې اوبه وړي وايي: مونږ د اوبو او انژۍ له وزارته هیله کوو، چې د استنادي د یوالونو د جوړولو په برخه کې د آمو سیند غاړيو ته هم پام وکړي؛ ځکه مونږ هلنه له ستونزو سره مخ یو.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې د دغو کانالونو او استنادي د یوالونو له بشپړیدو سره به د هېواد په شپږ ولایتو نو کې ۹۷۸۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
خبریال: اسلم حجاب