تازه خبرونه

اهل هنود کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه بیا ټاکنو ته نوماند کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هندوان او سکان کولی شي د چنګاښ له ۱۶ تر ۲۱ ځانونه د ولسي جرګې ټاکنو ته بیا نوماند کړي؛ ځکه، چې ځانګړې څوکۍ یې له لاسه ونه وځي.

ولسمشر هم د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۴) له هندوانو سره غمشریکۍ ته تللی و، چې ننګرهار ته د ولسمشر په وروستي سفرکې پرې ترهګریز برید وشو او ولسي جرګې ته د سکانو د یوه نوماند اوتارسنګهـ په ګډون ۱۵ نور سکان ووژل شول.

له همدې کبله د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوی مهالوېش ټاکلی، چې له مخې یې سکان او هندوان کولی شي ځانونه بیا ولسي جرګې ته نوماند کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی عبدالحفیظ هاشمي وایي؛ دا، چې اهل هنود په ولسي جرګه کې له استازيتوب بې برخې نشي؛ نو پرېکړه شوې، چې د چنګاښ له ۱۶ دې تر ۲۱ اړوند ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي.        

اوس  د ولسي جرګې ټاکنو ته نرندر سنګهـ دریدلی او ولسمشر وایي، ټاکنې به رڼې وي او هندوانو ته په کې ونډه ورکول اړین دي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ د همغږي مسوول عبدالوکیل بابکر خېل د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغې پرېکړې ته غبرګون وښود او وایي؛ مونږ غواړو، چې حکومت د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونکړي او کمیسیون پریدي، چې قانوني ټاکنې تر سره شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون دا لړۍ څه نا څه دوه اوونۍ مخکې پای ته رسولې؛ خو تېره اوونۍ یې غزني پر درې ټاکنیزو حوزو ووېشه، چې ان د ولایت د وېشلو له ګواښ سره مخ شوی دی.

د کمیسیون کمشینرانو ویلي: ټاکل شوې، چې تر شنبې پورې مسوول بنسټونه په دې تړاو خپل پلانونه له دوی سره شریک کړي.

Trending

Exit mobile version