تازه خبرونه

دولت سولې ته د رسیدو درې پړاویزه تګلاره په ډاګه کړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د سولې د درې پړاویزه تګلارې په اړه ویلي؛ له لومړي پړاو موخه د سولې خبرو مخته وړل او د مذاکراتو همغږي کول، دویم پړاو د دولت او طالبانو د ګډو لومړیتوبونو پېژندنه او درېیم پړاو د سولې له هوکړه لیک څارنه را نغاړي.

له مدني بنسټونو سره د همغږۍ او مشورې دغه ناسته د یو او بل د اندونو وړاندې کولو لپاره د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۸)جوړه شوه او ګډونوال یې غواړي، چې سولې ته د افغانستان له رسیدو سره مرسته وکړي.

مهمه دا ده، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت درې پړاوه لرونکې تګلاره وړاندې کوي او څرګندوي؛ د سولې له خبرو مخکې پړاوونه، د خبرو په لړ کې او د سولې له هوکړې وروسته وخت را نغاړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال غلام یحیی عباسي  ویلي: له خبرو مخکې موخه د سولې خبرو مخته وړل او پر همغږۍ راچورلي، دویم پړاو د طالبانو او دولت د ګډو لومړیتوبونو پېژندنه او درېیم پړاو د سولې د هوکړه لیک څارنه ده.

د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې رییس وایي، حکومت دې په هره توګه چې کیږي، طالبان اوربند ته تیار کړي، ځکه له اوربند پرته د سولې خبرو مخته وړل ستونزمن کار دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د انسجام رییسه لیلا جعفري وایي، ټولې دا هڅې رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره کیږي.

د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي ویلي؛ سولې ته د رسیدو لپاره باید حکومت هڅه وکړي، چې اوربند ته زمینه برابره کړي او  یوازې اوربند کولی شي د سولې بهیر آسانه کړي.

مخکې له دې د هېواد په کچه د ملي اجماع  جوړیدو ته نغوته(اشاره) شوې وه، چې په کې د ټولو پرګنو استازي، د پوهنتونونو استادان، د سیاسي بهیرونو او مدني بنسټونو استازي د سولې لپاره یوه اوږدمهاله تګلاره جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version