تازه خبرونه

صفر دوه قطعې په جلال آباد کې څلور زلمي وروڼه وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د جلال آباد خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته ایښي او له حکومته سپيناوی غواړي.

احتجاج کوونکی عبدالقادرخان وایي،  دا شاه زلمي څلور واړه وروڼه دي.

داوود خان نومی اعتراض کوونکی وایي، په دوی کې دوه تنو حکومتي دندې درلودې او دوه یې صرافان ول.

دوی په ډاګه کړې؛ صفر دوه ځواکونو د شپې لخوا د دوی کور ته وردننه شوي او له زړه سوي پرته یې څلور واړه وژلي دي.

د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړیو ویلي؛ صفر دوه قطعه د ارګ د مشرانو په امر په ننګرهار کې ټولوژنه کوي.

وژل شوي ځوانان د ولسي جرګې د غړي عبدالرووف شپون خوریونه دي.

نوموړی هم له احتجاج کوونکیو سره یوځای شوی او حکومت ته د فقیر او غلام خطاب وکړ.

غمځپلي شپون زیاته کړې، چې ننګرهاریارن نورامریکایان نه غواړي.

د صفر دوه قطعې مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې قاري جهانزیب په ننګرهار کې د داعش ډلې مالي مسول و او دې نورو وروڼو یې ورسره همکاري کوله.

دغې قطعې د دغو ځوانانو پر وژنه سربېره د سیمې څو ځوانان هم له ځان سره وړي ول، چې د خلکو له احتجاج وروسته یې بېرته خوشې کړل.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا وژل شوي ځوانان بې ګناه بولي او وايي، په دې اړه به حکومت جدي څېړنې وکړي.

دې ځوانانو تر ماسترۍ لوړې زدکړې کړې وې او په روان ټاکنیز کمپاین کې د ولسمشرغني ملاتړي وه او وخت ناوخت به په مدني حرکتونو کې هم څرګندیدل.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې ځوانانو پر وژنه سخت غبرګون ښودل شوی او له ارګ غوښتنه شوې، چې په ننګرهار کې دې نور روان ناورن ته د پای ټکی کیدي.

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د وژل شویو څلور زلمیو وروڼو جنازې نن ناوخته خاورو ته وسپارل شوې.

خبریال : رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version