تازه خبرونه

حنیف اتمر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د ملي امنیت شورا ویاند په ډاګه کړې، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدل دی.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشا وايي، له نوموړي سره په دې پلاوي کې دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی ملتیا کوي.

ارګ تېره ورځ ویلي وه، چې دغه پلاوی د پاکستانيو چارواکو په غوښتنه سفر کوي.

د اعلاميې له مخې؛ پاکستاني صدر اعظم شاهدخاقان عباسي له داکتر غني غوښتي وه، چې پر ځينو امنیتي مسایلو د بحث لپاره یو پلاوی ور ولېږي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پاکستاني پلاوي په ارګ کې له افغان چارواکو سره پر ځینو اړینو اړخونو هوکړه وکړه، چې ور سره به په امنیتي وضعیت کې د ښه والي هیلې هم پیدا شې.

افغان چارواکو تل پاکستان د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړی؛ خو پاکستان بیا پخپله خاوره کې یو شمېر جنګیالي د افغان چارواکو له ملاتړه برخمن بولي.

پاکستان ته د افغان پلاوي سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان سنا یا مشرانو جرګې او د پنجشنبې پر ورځ ملي اسمبلې یا ولسي جرګې په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو لايحه منظوره کړه، ، چې د يکشنبې پر ورځ د خيبر پښتونخوا اسمبلې ته وړاندې کېږي.

د پاکستان دغه ګام افغان حکومت پارولی او ارګ څرګنده کړې، چې د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلولو په اړه د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه یو اړخیزه او له برتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ کال د تړون مخالفه ده.

د یادونې وړ ده، چې د یاد پلاوي سفر د سولې او پیوستون د عمل پلان ته ځانګړی شوی دی.

Trending

Exit mobile version