تازه خبرونه

غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمښت پر څرنګوالي او مدیریت خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۸)

ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د سلواغې پر ۳۰ په ارګ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د ارګ د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې خلیلزاد او اشرف غني د هغو ګامونو پر مدیریت، چې د تاوتریخوالي له کمښت وروسته پورته کیږي؛ خبرې اترې وکړې.

ارګ دا هم په ډاګه کړې؛ ولسمشر اشرف غني د مونیخ له ناستې وروسته د والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور د رهبرۍ، د قول اردوګانو او ولایتونو د امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له مشرتابه او غړیو سره د سولې ترسره شوې مشورتي غونډې ګټورې او ارزښتمنې وبللې آو څرګنده کړې یې ده، چې په دې اړه به د مشورو لړۍ دوام ولري.

دغه راز داکتر زلمي خلیلزاد د هغو ګامونو په اړه، چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخیستل کېږي، د هېواد ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ټاکل شوې ده، چې څو ورځې وروسته په هېواد کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د تاوتریخوالي د کمښت اووه ورځنی پړاو پیل شي.

ویل کیږي، چې که دغه بهیر بریالی تر سره شي؛ د سولې هوکړه به د امریکا او طالبانو تر منځ د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شي.

Trending

Exit mobile version