تازه خبرونه
غني یو خوا او عبدالله بلخوا د ولسمشرۍ لوړه کوي
ټاکل شوې، چې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اشرف غني سبا دوشنبه د کب ۱۹ په ارګ کې او سیال یې عبدالله عبدالله پر همدې ورځ په سپیدار ماڼۍ کې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم تر سره کړي.
دواړو مشرانو د لوړې په دې مراسمو کې یو او بل ته پر ګډون سربېره د ملي شورا غړیو، سفارتونو او سیاستوالو ته هم بلنلیکونه استولي دي.
له ملي تلویزیون څخه خپریدونکي انځورونه ښيي، چې په ارګ کې د ولسمشر په توګه د اشرف غني د لوړې مراسمو ته ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
ارګ ويلي، چې د لوړې دغو مراسمو ته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړيو محسن داوړ او علي وزیر په ګډون بهرني او کورني میلمانه رابللي؛ خو پاګستانيو پولیسو هغوی د پېښور له هوايي ډګره بېرته ستانه کړي او کابل ته د تګ اجازه یې نده ورکړې.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وایي: د مراسمو لپاره مو سبا ته پوره چمتووالی نیولی او ښه ډېر میلمانه به د ولسواکۍ په دې جشن کې ګډون وکړي.
د ارګ په ګاونډ سپیدار ماڼۍ کې د عبدالله عبدالله لخوا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ته هم چمتوالی روان دی.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې د دواړو خواوو تر منځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسیدلي او سبا ته د لوړې مراسم تر سره کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرته له دې، چې د اشرف غني او یا هم عبدالله عبدالله نوم واخلي د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو له کبله د دوشنبې ورځ د کب ۱۹په کابل کې عمومي رخصتي ده.
هغه څه، چې د خلکو پام یې را جلب کړی دا دی، چې دواړو سیالانو خلک د لوړې مراسمو ته بللي؛ خو په یو وخت کې دوه مراسمو ته بلنې کورنیو او بهرنیو ملیمنو ته غوراوي ستونزمن کړی دی
د ولسي جرګې غړی شېر محمد اخوند زاده وایي: اوس نه پوهیږو، چې په کومو مراسمو کې ګډون وکړو؛ دا ننګوونکې ده.
د ولسي جرګې غړی نصیب مقبل ویلي: په یو هېواد کې دوه ولسمشران اندېښنه زېږوونکي دي.
وروستي راپورونه وايي، چې د دغې لانجې د غوڅولو لپاره د زلمي خلیلزاد او بهرنیو ديپلوماتانو هڅې که څه هم ناکامې شوي؛ خو اوس هم روانې دي، چې دواړه مشران سره نږدې کړي.
خبریال: شاهپور فرهمند
