تازه خبرونه

سوله باید د ولسمشر له ځانګړیو ګټو قرباني نشي- عطا محمد نور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د سولې د راتلو په درشل کې د هېواد له ولسمشره غواړي، چې د خلکو له خوښې سره سم دې د سولې، هېوادنیو ملي ګټو او ۱۸ کلنو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره باید د هڅو له ترسره کولو ډډه ونکړي.

تېره ورځ محمد اشرف غني ولس ته په وینا کې طالبان د پردیو ګټو لپاره پر جګړه بوخت جنګیالي وبلل، چې پر وړاندې يې بېلابېل غبرګونونه را وپاریدل.

د جمعیت اسلامي ګوند د خبرپاڼې له مخې؛ یو شمېر کسانو ته باید اجازه ورنکړ شي، چې د خپلو شخصي، سیاسي او ځانګړیو ګټو لپاره د سوله غوښتونکیو خلکو پر برخلیک لوبې وکړي.

دوی له ولسمشر غني غواړي، چې له غوصې او احساساتي غبرګونونو ډډه وکړي او هر راز پرېکړه او غبرګون دې عقلي، له سیاسي پوهې ډک او په ځانګړي توګه ملي او هېوادنیو ګټو ته د درناوي له مخې ونیسي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د سولې رامنځته شوی فرصت باید د ولسمشر د ځانګړیو ګټو او د هغه د نږدې کسانو د څوکیو د خوندي کولو لپاره له لاسه ونوځي.     

دغه راز د جمعیت اسلامي د ګوند یو بل مشر هم وایي، چې په افغانستان کې د سولې بهیر ښه روان دی.

د افغانستان دغه جهادي رهبر محمد اسمعیل خان وایي؛ که پر موقت حکومت سوله راتلای شي، د افغانستان دولت یې باید ومني.

 د نوموړي په وینا؛ نړیواله ټولنه له جګړې او لګښت ستړې شوې او له افغانستان څخه د وتلو او سولې غوښتونکې ده.  

هغه دا هم ویلي، چې د سولې په خبرو کې دې د افغانستان د خلکو، سیاسي ګوندونو او دولت غوښتنې له طالبانو سره شریکې او ور سره دې د سولې هوکړه وشي.

دغه خبرې په داسې حال کې راپورته شوي، چې ولسمشر غني تېره ورځ ولس ته په وینا کې د داکتر نجیب الله د مهال له ترخې تجربې یادونه وکړه او څرګنده کړې یې ده، چې هغه څنګه وغولول شو.

Trending

Exit mobile version