تازه خبرونه

سولې ته تر رسیدو پورې د مخالفانو له ځپلو پرته بل پروګرام نلرو- اندرابي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره شپه د ائتلافي ځواکونو د قومندانۍ په مرکز کې افغان لوړپوړیو امنیتي چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان یوه ګډه امنیتي ناسته ترسره کړې ده.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي، په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو ملکي استازي نیکولایس کي برخه لرله، چې په کې د افغانستان پر امنیتي حالاتو بحث او خبرې شوې دي.

د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي ویلي، چې په دې ناسته کې د ولایتونو پر جنګي وضعیت، فشارونو او د هغو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پر چمتوالي  بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي اندرابي زیاته کړې؛ تر هغې، چې مونږ سولې ته نه وو رسیدلي، کومه سوله نشته او امنیتي ځواکونه به د افغانستان د ژغورنې، د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د مخالفانو د ځپلو عملیات روان ساتي او په دې اړه غوڅ ملاتړ ماموریت هم خپل چمتوالی په ډاګه کړی دی.

هغه دا ټینګار هم څرګند کړی؛ تر هغې، چې سولې ته نه وو رسیدلي د وسلوالو مخالفانو له ځپلو پرته بل پروګرام نلرو.

نوموړي زیاته کړې؛ سولې ته رسیدل مبارزه او ټینګار( مقاومت) غواړي او مونږ چمتو یو، چې… ټول امنیتي ځواکونه تر وروستۍ سلګۍ مبارزه او ټینګار وکړي.

دی له وسلوالو مخالفانو غواړي، چې جګړه پریدي او د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي.

د نوموړي په وینا؛ طالبان یوه لار لري او هغه هم د سولې ده. پرته لدې به د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وځپل شي.

په وروستیو څو ورځو کې وسلوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه چټکه کړې او ان په ځینو ولایتونو کې یې نوې سیمې هم لاندې کړي، چې تازه بېلګه یې تېره ورځ د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسولۍ سقوط او د بلخ- شبرغان پرلویه لار د جنرال دوستم د موترو پر کاروان برید دی، چې په نښته کې د نوموړي درې ساتونکیو ته مرګ و ژوبله واوښته.  

 

Trending

Exit mobile version