تازه خبرونه

سوله راتلوونکې ده او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم تر سره شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشراشرف غني له بیارغونې وروسته د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دولت باعزته سوله غواړي او په خبره یې افغانستان به د مجاهدینو تر منځ د نویمې لسیزې ویجاړونکیو جګړو ته ور ونه ګرزي.

دارالامان ماڼۍ، چې د مجاهدینو په جګړو کې کنډواله شوې وه؛ اوس حکومت د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې مراسم په کې ونمانځل او دا ماڼۍ یې له بیا رغاونې وروسته پرانیسته.

ولسمشر غني ټینګار کوي د افغانستان خلک کوچنیو ډلو ته نه تسلمیږي.

نوموړي وسلوالو مخالفینو ته په خطاب کې ویلي؛ ترهګر دې پوه شي، چې خلک او حکومت به کوچنیو ډلو ته تسلیم نشي.

د دارالامان ماڼۍ په تېرو دوه کلونو کې د شاوخوا لس میلیون دالرو پر لګښت بیارغول شوې ده.

ولسمشر په هېواد کې په بیړه د سولې پر ټینګښت ټینګار کوي او وایي، د ولسمشرۍ ټاکنې به  هم تر سره شي او باعزته سوله به هم راشي.

د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې ماسم په کابل کې د وروستي برید له کبله پر ټاکلي وخت تر سره نشول. ولسمشر ترهګرو ډلو ته هم پیغام لري او وایي، چې دوی پر ودونو، فاتحو، لارو او وړکتونونو هم له بریدونو ډډه نده کړې. دا کړنې د اسلام له مبین دین سره هیڅ تړاو نلري. مونږ به د دښمنانو دغه راز هڅې او مناورینونه شنډ او ناکام کړو.  

د دارالامان ماڼۍ په تنظیمي جګړو کې ډېر زیان ولید او کنډواله ترې جوړه شوې وه او خو په تېرو دوه لسیزو کې ترې کار وانخیستل شو؛ خو ملي وحدت حکومت مشرانو دوه کاله مخکې د دې ماڼۍ بیارغاونه د افغان انجینرانو پر مټ پیل کړ او پر بیارغاونه یې شاوخوا لس میلیون امریکایي دالر ولګیدل.

Trending

Exit mobile version