تازه خبرونه

سوله تر هر څه لومړیتوب لري-حامد کرزی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سولې د خبرو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر په داګه کړې، چې سوله د افغانستان د خلکو ستره هیله ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري.

د یاد دفتر د اعلامیې له مخې: کله، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په نوم هڅې پیل شوې، د افغانستان خلکو یې تود هرکلي وکړ؛ خو اوس، چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوې دا په دې معنی نه ده، چې د افغانانو د سولې هڅې دې هم اغېزمنې شي، بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي روانه جګړه د پردو د ګټو لپاره بولي او له ښکېلو خواوو یې غوښټي، چې

له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نوموړي د سیمې له سترو هېوادونو هم غوښتي، چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلې همکارۍ روانې وساتي، بلکې چټکتیا هم ور وبخښي.

هغه دا هیله لري، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ  د سولې څه نا څه لس میاشتنۍ خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شي.

که څه هم له تېرې پنجشنبې او شنبې د شپو د خبرو په لړ کې دواړو خواوو د پرمختګونو خبرونه ورکول، خو هوکړې ته د رسیدو په وروستیو ګړیو کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تېره ورځ دغه خبرې لغوه اعلان کړې.

Trending

Exit mobile version