تازه خبرونه

سولې ته د زرګونه طالب جنګیالیو د راګرزولو پر پروګرام کار ندی شوی- جان سپکو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د څار ادارې(سیګار) په خپل تازه راپورکې څرګنده کړې، چې که له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لاسلیک شي او د زرګونو طالب جنګیالیو عادي ژوند ته د راګرځولو پروګرام نه وي جوړ شوی؛ پایلې به یې هیله بښونکې نه وي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ طالبان شپېته زره فعال جنګیالي لري او نوي زره نور په بېلا بېلو فصلونو کې له هغوی سره یو ځای کیږي.

د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا د څار ادارې رييس جان سپکو ویلي؛ د دوی عادي ژوند ته راګرځول د امریکا مالي ملاتړ ته اړتیا لري، چې اوس د امریکا په ګډون هیڅ بنسټ دغې برخې ته کار ندی کړی.

سیګار وايي، چې عادې ژوند ته د طالب جنګیالیو د راګرزولو تېر پروګرامونه هم ناکام ول.

ښاغلی جان سپکو وایي؛ زمونږ څېړونو وښوده، چې عادې ژوند ته د طالبانو د راګرزولو هیڅ پروګرام ګټور نه و او د تاوتریخوالي له کمولو سره یې هیڅ مرسته نده کړې.

نوموړي زیاته کړې؛ ناوړه اقتصادي حالت د دې لامل شوی، چې طالبان له افغان دولت سره د یو ځای کیدو او عادي ژوند ته د راګرزيدلو لپاره زړه ښه نکړي.

سیګار خپل تازه راپور په داسې حال کې خپروي، چې د طالبانو او امریکا خبرې په ټپه ولاړې دي او په افغانستان کې جګړه په بې سارې توګه ګرمه شوې ده.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version