تازه خبرونه

جګړه د سولې لپاره له خبرو سره تړلې ده- وسلوال طالب

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسلوال طالبان په تاوتریخوالي او جګړه کې کموالی د سولې لپاره د سیاسي خبرو له پرمختګ سړه تړلې ګڼي.

آریانا نیوزخبریال د راپور جوړولو پر مهال د وسلوالو طالبانو په تر واکمنۍ لاندې سیمه کې له طالبانو سره مخ کیږي او پر سپارښتنه یې پوځي مرکز ته روانیږي؛ طالبان ترې د مرکې غوښتنه کوي او درې ساعته وروسته مرکې ته چمتو کیږي.

یو وسلوال طالب له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ د قطر سیاسي استازي دوی ته د منلو دي او که د دوی خبرې پایله ورکړي؛ چمتو دي، چې جګړه ودروي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې، چې سولې ته تر رسیدو پورې به دوی خپل عملیات او په ځانګړي توګه ځانمرګي بریدونه روان ساتي.

نوموړي دا هم ویلي، چې له پاکستان څخه يې امر نه دی تر لاسه کړی او د الله په رضا مبارزه کوي.

دی وايي، چې الله پاک مجبور کړی، چې وسلواله مبارزه وکړي.

هغه په جوماتونو کې د ځانمرګو بریدونو په اړه ویلي، چې بریدونه دوه بنې لري؛ یو په قصدي توګه د جومات ړنګول دي او بل هغه برید دی، چې هلته (فدایي ځوان) ځان ټوک ټوک کوي او د باروتو پر اور سوځوي که هغه په دې متیقین شي، چې دلته قرآن دی؛ هیڅکله به دا کار ونکړي.

Trending

Exit mobile version