تازه خبرونه

شونې ده، چې طالبان په افغانستان کې یو لنډ مهالی اوربند ومني ـ سرچینې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ دا مهال طالب او امریکایي پلاوي په قطر کې خپلمنځي مشورې لري او شونې ده، چې طالبان په افغانستان کې د یوه لنډ مهالي اوربند لپاره تر دوه ورځو یوې وروستۍ پایلې ته ورسیږي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د طالبانو او امریکایانو خبرې یوه اساس پړاو ته نږدې شوې دي او دا مهال دواړه لوري پر خپلمنځي خبرو لګیا دي او د بحث وړ موضوع یې هم لنډمهالی اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیل دی.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا زیاته کړې؛ شوني ده، چې تر دوه ورځو طالبان په دې برخه کې وروستۍ پایلې ته ورسیږي.

حکومت وایي، هیڅ خبرې له اوربند او د افغانانو له مشرۍ  پرته پایله نه ورکوي.

دغه راز د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې باور دی، چې د مخامخ خبرو د پیل لپاره طالبان باید له پاکستان سره د اړیکو، اوربند او خوندي پټنځایونو په اړه سپیناوی ورکړي.

نوموړي ویلي؛ طالبان باید د تاوتریخوالي، اوربند، پټنځیو او له پاکستان سره د اړیکو په اړه پوره وضاحت ورکړي، چې ور سره خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

سیاسیون هم پدې هڅه کې دي، چې له طالبانو سره په خبرو کې واحده اجماع جوړه رامنځته شي.

سیاسي هڅاند شهزاده مسعود وایي؛ هڅې روانې دي، چې یو شمېر خپلواک شخصیتونه او سیاسي ګوندونه نه یوازې له حکومتي مشرانو سره بلکې له استاد سیاف او انجنیر حکمتیار سره هم په دې اړه یوه ناسته ولري.    

د راپورونو له مخې؛ د امریکا کانګرس د هغه هېواد له دفاع وزارت غوښتي، چې ۱۵ میلیون دالر د سولې خبرو او په روان کال کې د طالب استازیو د سفرونو د لګښتونو لپاره منظور کړي؛ خو په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د امریکا د کانګریس لخوا د طالب پلاوي د لوژیستیکي لګښتونو لپاره د بودجې منظوري رد کړي او څرګندوي، چې دا حقیقت نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که امریکا د خپل پلاوي د لګښتونو لپاره بودجه منظور کړې وي؛ هغه د امریکا خپل کار دی له طالب پلاوي سره تړاو نلري.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا له ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي، د افغانانو خپلمنځي خبرې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د یوه ټول منلي حکومت له جوړیدو سره تړلې دي. پرته له دې به جګړه روانه وي.

Trending

Exit mobile version