تازه خبرونه

جګړه او ناامني به په هېواد کې د سراسري ټاکنو مخه ونیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته تیاری نیول کیږي؛ خو سیاسي ګوندونه او څارونکي بنسټونه وار له مخه اندېښنه ښيي او وایي: د ټاکنو د تر سره کولو او رڼښت لپاره لازم کار نه دي تر سره شوی.

په ناامنیو سیمو کې د رایو د مرکزونو د برخلیک اندېښنه سیاسي ګوندونو او څارونکيو بنسټونو سر له اوسه مطرح کړېده.

د افغانستان د شفافو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وایي: د رای مرکزونو امنیت یوه ستره ننګونه ده؛ ځکه، چې حکومت تر دې دمه د امنیت خوندي کولو لپاره یو ګډ پروګرام نه دی وړاندې کړی.

د حکومت لخوا د ټاکنو مدیریت او درغلیو ته د لارو برابرولو په اړه هم اندېښنې پخپل ځای پاتې دي.

د ملي انسجام ګوند استازی احمد جاوید عالمي وایي؛ د افغانستان حکومت اړ دی، چې د رای مرکزونو امنیت خوندي او په ولایتونو کې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین بیا د امنیتي بنسټونو ژمنو ډاډه کړي او وايي، چې امینتي ارګانونه به د ټاکنو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي: مونږ درې ورځې مخکې له امنیتي بنسټونو سره یوه ګډه ناسته لرله. هغو له مونږ سره ژمنه کړې، چې د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو به د رای مرکزونو امنیت خوندي کوي.  

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړې، چې د نصرت عملیاتو په پلان کې د رای مرکزونو امنیت ته پاملرنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د رایو له اووه زره مرکزونو څخه نهه سوه پنځوس د حکومت له ولکې څخه وتلې او په نورو سیمو کې دي، له زر ډېر نور له جدي ګواښونو سره مخ او همدومره نور له منځني امنیتي ګواښ سره مخ بلل شوي دي.

خبریاله :لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version