تازه خبرونه

سولې ته د رسیدو لپاره به ټولې دروازې وټکوو- اقبال خیبر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند د سولي کاروان، چې کابل ته یې ۶۳۰ کیلو متره لار پلې وهلې؛ د سولي پيغام راوړی؛ له ولسمشر سره یې وکتل او له نړیوالو هم ځانګړې غوښتنې لري.

د سولي کاروان غړی اقبال خیبر وایي: زمونږ د خوزښت موخه د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د ملتونو له استازیو سره هم لیدنه ده او له سفارتونو پوښتو، چې د سولې ژمنې مو ولې بریالۍ شوې ندي.  

د سولي د دغه کارون غوښتنې هغه څه دي، چې د ټول افغان ملت غوښتني دي او دوی هیله لري، چې له دې سره په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

فضل الرحیم نومی ښاري وایي، چې نور دې زمونږ خویندې، وروڼه او سپین ږیري نه وژل کیږي؛ نور بس دی له دې جنګه ستړي شوي یو.

دوی له ولسمشر سره په لیدنه کې نه یوازې د یو کلن اوربند د اعلان غوښتنه وکړه، بلکې طالب مشر ملا هبت الله ته یې د رادننه کیدو د فرصت غوښتنه هم وکړه.

ولسمشر غني له طالبانو سره له یوکلن اوربند ملاتړ څرګند کړ او څرګنده یې کړه؛ که طالبان یې ومني حکومت حاضر دی، چې ورسره یو کلن اوربند هم وکړي.

نوموړي زیاته کړې زه حاضر یم د سولي لپاره ، چې هر ځای تاسې وغواړئ ولاړ شم.

هغه دغه راز له شرط پرته له ملا هبت الله سره خبرو ته هم چمتوالی ښودلی دی.   

د کابل ښار اوسیدونکې فاطمه محمدي وایي: مونږ هم سوله غواړو؛ زوی مې دوه کاله مخکې طالبانو تښتولی و، لړمون مو سوی او مونږ هر یو جګړې ځپلي یو. مونږ سوله او آرامه ژوند تر لاسه کول غواړو.

د مدني ټولني غړي هم له دغه کاروان سره یوځاي شوي دي.

مدني فعاله  فروزان رسولي وایي: د سولې کاروان ناستې ته زمونږ د راتلو موخه داده، چې د دغو وروڼو له ابتکاره ملاتړ وکړو.     

مدني فعاله فاطمه کوهستانۍ له دغه خوزښته خوښي ښیي او وایي، چې دغو وروڼو سلګونه کیلومتره لار وهلې او د سولې پیغام یې رالیږدولی دی. مونږ هیله من یو، چې ښکېلې خواوې ورته پاملرنه وکړي.  

وروسته له هغې، چې حکومت د اوربند موده لس ورځې نوره هم وغزوله او دا تمه کیده، چې طالبان به هم اوربند اوږد کړي؛ خو داسې ونه شول. اوس د سولي کاروان له طالبانو غواړې، چې په افغانستان کې جګړه بس او سوله وکړي.

Trending

Exit mobile version