تازه خبرونه

سوله له ډاډ پرته د منلو نده- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني ويلي، د سولې هغه هوکړه به لاسلیک نکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه، آزادي او دیموکراسي په کې خوندي نه وي.

ولسشر غني تېر ماښام د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۱۳) په چارچنار ماڼۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپلو ځانګړیو خبرو کې وویل: هغه کسان، چې په زور قطر ته لیږدول شوي؛ نشي کولی، چې زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه وګواښي. (دا ګیدړان راغلي وایي، چې تاسې زمریان چپه کوو).

له امریکایانو سره د سولې پلاوي غړي طالب استازي عباس ستانکزي تېره ورځ د نن ټکي آسیا په ځانګړې ویدیو کې ویلي؛ کله، چې امریکایان ووځي د اردو معاش پای ته رسیږي او خپله هم بیا اردو نده. دغه راز پولیس او استخبارات هم پخپل حال نه پاتې کیږي.

له امریکایانو سره د سولې پلاوي د غړي عباس ستانکزي دغو خبرو په ښکاره حکومت په غصه کړ او ولسمشر اشرف غني هم د ځانګړیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ستاینغونډه کې پرې تند غبرګون څرګند کړ.

ولسمشر اشرف غني وایي: دوی په انفجار او انتحار زمونږ امنیتي ځواکونه ماتوي او یا د هغو خلکو په خبره، چې د یوې ناستې لپاره د کراچۍ له هوایي ډګره ابوظبۍ ته د الوت واک او ځواک نلري او په زور قطر ته لیږدول کیږي؛ زمونږ امنیتي ځواکونه څنګه ګواښي؛ هیڅکله نه، زر کاله نور هم نه.    

په داسې حال کې، چې امریکا له وسلوالو طالبانو سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې، ولسمشر غني خپل دریځ تر پخوا ډېر تند بیانوي او څرګندوي، چې روانې ستونزې د تېرو تېروتنو زېږنده دي؛ نو، ځکه ټينګار کوي، چې نه غواړي تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي.

ولسمشر غني په ډاګه کړې؛ تر هغې، چې مې په بدن کې یو څاڅکی وینه هم وي؛ کاواکه سوله به ونه منم. د سولې هغه هوکړه به لاسلیک نه کړم، چې افغان امنیتي ځواکونه، آزادي او دیموکراسي په کې خوندي نه وي.    

هغه زیاته کړې، چې مونږ په غزت، آرامۍ او بشپړ تدبیر له خپلو ملي ګټو ساتنه کوو او دا به پلي کیږي هم.

د سولې عالی شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزی له بي بي سي سره په خبرو کې د طالبانو، امریکا او پاکستان تر منځ پر احتمالي هوکړه اندېېښنه ښودلې؛ سوله د افغانستان له دولت  پرته بېلابېلې اندېښنې رامنځته کوي.

د سولې د روان بهیر شنونکیو ویلي، چې د سولې لپاره باید سوله‌ ییزه ژبه هم وکارول شي.

دغه راز ویل کیږي، چې طالب استازي به د افغانستان د سولې له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره درې اوونې وروسته بیا په قطر کې جرګه کیږي.  

خبریال: خالد نیکزاد

 

Trending

Exit mobile version