بلخ @ps

جګړې په تخار کې نږدې ۳۰۰ زره کورنۍ کډوالې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار مسوولینو په ډاګه کړې، چې په دې ولایت کې د جګړو له کبله په تېره یوه اوونې کې تر دری سوه زره کورنې بیځایه شوې دي.

لس ورځې کیږي، چې د تخار په اشکمش، نمک آب ، بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. دې جګړې خلکو ته مالي زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې د کورونو پریښودو ته اړې کړي، چې په تالقان ښار کې ناوړه حالت لري او له حکومت څخه د مرستې غوښتعونکي شوي دي.

بېځایه شوې کورنۍ وایي، اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غواړي، چې سیمې یې ژر له وسلوالو پاکې کړي، چې بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي.

مسوولین وايي، لدغو بېځایه شویو څخه دوه زره او اووه سوه کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي.

په تخار کې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې مشر فرید احمد نیکپور وايي له نورو مرستندویو بنسټونو سره مو په همغږۍ کې پر دوه زره او ۷۰۰  کورنیو پاخه خواړه او خیمې وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو واکمني د تخار مرکز ته رسیدلې او د دولتي ځواکونو عملیات اوس هم په بهارک ، دشت قلعه او اشکمش ولسوالیو کې روان دي.

Trending

Exit mobile version