تازه خبرونه

زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد نن سې شنبه( د لیندۍ۱۳) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان  خبري رسنيو خبر ورکړى،  چې  نن  زلمي خلیلزاد  اسلام اباد  ته رسيدلى دى.

ښاغلی خلیلزاد له دوبۍ څخه اسلام آباد ته په رسیدو غواړي د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان د روانې اووه لس کلنې جګړې پر پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو  وزارت ويلي، د خلیلزاد دغه سفر د روانې میلادي مياشتې له دوه یمې نېټې پيل شوی او د همدې میاشتې تر شلمې به روان وي.

هغه به په دې سفر کې افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، ترکمنستان، بلجيم او قطر ته هم  سفرونه ولري.

دا په تېرو دوه مياشتو کې سيمې ته د خلیلزاد درېيم کاري سفر دی.

د طالبانو یوې باوري سرچیني SCPRD.COM  خبري سرچینې ته منلي، چې په  قطر کې د طالبانو  د سیاسي دفتر يو پلاوى اسلام آباد ته د پاکستان په بلنه  تللى دى. 

په دې پلاوي کې شېر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي شامل دي. 

د طالبانو رسمي سرچینو په دې اړه څه ندي ویلي.

دې سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان د افغان سولې خبرو روان بهیر ته د ځان ور ګډولو لپاره دا کسان وربللي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا استازی په داسې حال کې اسلام آباد ته رسیدلی، چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ درې ورځې مخکې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه په يو ليک له هغه غوښتي وه، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې له امریکا سره مرسته وکړي.

عمران خان لدې مخکې ويلي، چې هېواد او پوځ به يې  نور په پرديو جګړو کې ګډون نکوي او نه به هم پخپله خاوره کې د امريکا لپاره جګړه وکړي؛ خو د سولې په اړه به له امريکا سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version