تازه خبرونه
زلمی خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه له پرېکړې څخه د خبریدو لپاره قطر ته سفر کوي
یادې سرچینې زیاته کړې؛ خلیلزاد غواړي پوه شي، چې طالبان د سولې د تړون د لاسلیک لپاره تاوتریخوالی کموي او که نه؟!
د طالبانو د واکمنۍ د المپیک د ملي کميتې رییس عبدالشکور مطمئن ویلي، چې طالب پوځي مشران د تاوتریخوالي پر کمولو سلا شوي او په نږدې ورځو کې به د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شي.
سراسري اوربند، چې د خلکو او افغان حکومت غوښتنه ده، د وسلوالو طالبانو لخوا پرې تر اوسه سلا مشوره نده شوې.
د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي؛ د تاوتریخوالي کمولو مهمه برخه دا ده، چې د امریکا او طالبانو د سولې د تړون له لاسلیک سره سم به پر لویو ښارونو، لویو لارو او ګڼمیشتو ملکي سیمو بریدونه درول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پرشپه( د مرغومي ۱۲) د امریکا لخوا د ایران د قدس ځواکونو د عمومي قومندان قاسم سلیماني د وژل کیدو له پېښې سره افغان سیاستوالو ته هم اندېښنې پیدا شوي او باوري دي، چې ښايي دا پېښه پر افغان سوله ناوړه اغېزه وکړي او په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکي رحمت الله بیژنپور ویلي؛ له شک پرته ایران کولي شي په افغانستان کې له خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستنه له امریکا سره د سولې بهیر زیانمن کړي.
د طالبانو او امریکا خبرې که څه هم یوه میاشت مخکې و دریدې؛ خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د سولې خبرې، چې نږدې درې اوونۍ ځنډیدلي اوس مهم پړاو ته ننوتي دي.