تازه خبرونه

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو پر موضوع د ناتو له مشرانو سره خبرې کوي.

باخبرې سرچینې وايي، چې خلیلزاد به له بروکسل څخه پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به پر همدغه موضوع له خبرو وروسته کابل ته راستون شي.

له امریکا سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته د طالبانو لخوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو طرحه اوس د ناتو پر میز پرته ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې دی او د ناتو له چارواکو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر طرحه خبرې کوي.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري ويلي، چې خلیلزاد به له بروکسل څخه اسلام آباد او له هغه ځایه کابل ته هم سفرونه ولري.

هغه زیاته کړې، چې امریکا له طالبانو غوښتي، چې  اوږد مهاله اوربند دې ومني.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي بیا وايي، چې افغان حکومت د امریکا له ملي امنیت شورا سره په ګډه په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت او له افغانستان څخه بهر د طالبانو د پټنځایونو د پر له منځه وړلو کار کوي.

ارګ اوس هم د تاوتریخوالي کمول نه مني او د سولې د خبرو لپاره پر بشپړ اوربند ټینګار ښکاره کړی.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي، د تاوتریخوالي کمول به د باور د فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خلیلزاد له طالبانو څخه پر لنډمهالي اوربند د غور غوښتنه کړې؛ خو طالبانو د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کړی و.

ملګرو ملتونو هم د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د اوربند او سیاسي توافق لپاره د تاتریخوالي د کمولو اجرايي اړخ ته خپله پاملرنه راواړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو ویلي؛ د سیاسي توافق او اوربند لپاره په کار ده، چې ښکېلې خواوې باید د تاوتریخوالي پر اجرايي اړخ کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څنګه وي؛ خو د نوي حکومت لومړیتوب به سوله وي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ایران ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

Trending

Exit mobile version