تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد د امریکا د استازیو جرګه ګۍ ته د سولې هوکړې په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون( د سپتمبر پر نولسمه، چې د وږي له ۲۸ سره برابره ده) د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې ته ورغی؛ خو د سوالونو او ځوابونو دا جرګه د بندو دروازو شاته ترسره شوه.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه دې جرګه ګۍ ته د تړلو دروازو تر شا معلومات ورکړل.

له هغه وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله اليس ویلز د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ ناستې ته حاضره شوه او د افغانستان د سولې په اړه یې له شویو پرمختګونو معلومات وړاندې کړل.

د اليس ویلز د خبرو بهیر علني و او د کانګرس په وېبپاڼه کې لایف او په مستقیم ډول خپور شو.

هغې وویل، چې په وروستیو دولس میاشتو کې د افغانستان د سولې پر لور د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مرستیالې الیس ویلز هم  د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیتې ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او په تېر یوه کال کې په دې اړه ډېر پرمختګ شوی دی.

د مرکزي او سویلي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مرستیاله الیس ویلز وایي؛ د هغو مسایلو په اړه، چې مذاکره پرې شوې، نشم کولی په ځانګړي ډول توضیحات ورکړم. هر څه له شرایطو سره تړلي دي. خبرې او سیاسي حل لار د زیاتره افغانانو لپاره د قبول وړ ده او دا لار هم په خپل ځای ده.

د کانګرس غړیو له ویلز څخه خپلې پوښتنې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي پر خبرو متمرکزې کړې وې.  

د امریکا په ولسي جرګه کې د نیویارک استازي او د بهرنیو اړیکو د کمیتې رییس لیوت انګل ویلي؛ حقیقت دا دی، چې له اتلس کاله جګړې وروسته طالبان اوس هم شته او مونږ متاسفانه باید له دې حقیقته سترګې پټې نکړو. دا خبره هم سمه ده، چې تاسې سوله له دوست سره نکوئ؛ باور وکړئ، چې د بیا لپاره اوس هم زمینه شته. طالبان غواړي، چې زمونږ عسکر له افغانستان څخه ووځي او مونږ هم غواړو، چې خپل عسکر کور ته راستانه کړو.

سناتور مک کول ویلي؛ مونږ وپوهیدو، چې له افغانستان څخه وتل له شرطونو سره تړلي دي. د وتلو وخت دی؛ خو آیا زمونږ وتل به مکمل او بشپړ وي؟

د مرکزي او سویلي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې مرستیاله الیس ویلز وایي:  نشم کولی د وروستۍ هوکړې په اړه خبرې وکړم؛ ځکه، چې تاسې پوهیږئ هغه اوس ځنډول شوې دی.

دونالد ترمپ له طالبانو سره مذاکرې د کابل د شش درک په اړوند سیمه کې له برید وروسته لغو کړې، چې ۱۱ افغانان او یو امریکايي عسکر په کې ووژل شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لس میاشتو کې ۹ پړاوه خبرې وکړې؛ کابل ته راغی او په ناڅاپي توګه د سپتمبر پر پېنځمه نېټه له کابله قطر ته ولاړ او بیا واشنګتن ته ستون شو.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version