تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازیو سره نارسمي لیدنه کړې- مولوي قلم الدین
طالبان او امریکایان په ځلونو یا په رسمي یا هم په نارسمي بڼه خبرو ته ناست دي؛ خو په افغانستان کې دواړه خواوې زور کاروي.
ترمپ د طالبانو په یوه برید کې د یوولس افغانانو او یوه امریکایي سرتېري د وژنې قضیه کلکه ونیوله او له دې ډلې سره یې خبرې لغو او ودرولې. اوس وایي، چې له طالبانو سره پر نوې هوکړې کار کوي.
که څه هم د دې کتنې کره خبر بهر ته ندی را وتلی؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینې زیاتوي، دواړه خواوې د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه کوي.
ډېر باوري دي، چې د دواړو خواوو تر منځ به خبرې له صفره پیل نشي؛ ځکه دواړو خواوو په تېرو نهه پړاوه خبرو کې پر ډېرو اختلافي مواردو سلا کړې وه او ویل کیږي؛ خبرې به له هغه ځایه پیلیږي، چې دریدلې وې.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي؛ امریکا بیا غواړي، چې د سولې ډګر کې را ودانګي.
د ولسمشرد ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي؛ دا ځل د امریکا دولت له افغان حکومت سره په مشوره او همکارۍ کې د تلپاتې سولې، د اوربند د پیل او د تاوتریخوالي د کچې د راټیتیدو لپاره ګام اخلي.
د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد ویلي؛ که په اوربند کې ستونزې وي بیا دې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.
اوس هم معلومه نده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې به کله پیلیږي؛ خو په قطر کې د طالب استازیو او خلیلزاد د تازه ناستې جزئیات ندي ډاګیز شوي. افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل لپاره اوربند د شرط په توګه مطرح کړی پر کوم هغه، چې ترمپ هم پرې ټینګار کړی دی.