تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد په مسکو کې د افغانستان پر سوله خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له روسي چارواکو سره هم ليدلي دي.

تاس خبري آژانس د روسيې د بهرنیو چارو وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت له وینا ویلي، چې زلمي خلیلزاد او د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو پر موضوع خبرې کړې دي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ مسکو په دې باور دی، چې د افغانستان جګړه یوازې سوله ییز حل لري او دیپلوماتیک حل هم د روسيې او هم د سیمې په ګټه دی.

زلمي خلیلزاد د سولې روان ماموریت تېره چارشنبه له اسلام آباده پیل کړ، د پنجشنبې پر ورځ سهار مهال کابل ته راغی او له غرمې وروسته پرته له ځنډه روسيې ته روان شو.

په روسیه کې د امریکا سفارت څرګنده کړې؛ د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې حل کیږي.

د سولې په چارو کې د امریکا استازي خلیلزاد روسي لوري ته په ډاګه کړې؛ افغانان باید پرېښودل شي، چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي، نه هغه حل لار، چې له بهره پرې وتپل شي.

د امریکا سفارت دا هم ویلي، چې د افغانستان له روغې جوړې دواړه هېوادونو(امریکا او روسیې) ته ګټه رسېږي؛ ترهګري به ختمه شي او د نشه یي توکو ګواښ به هم له منځه ولاړ شي.

د روسیې په کوربتوب د لړم پر ۱۸ چې د نومبر له ۹ سره برابره وه د طالب او امریکا د استازیو په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو له استازیو غونډه جوړه شوې وه، چې په کې طالبانو د امریکایي سرتېرو پر وتو ټینګار څرګند کړی دی.

د امریکا استازی زلمی خلیلزاد به له روسیې څخه عربي هېوادونو او بلجیم ته سفرونه ولري.

 

Trending

Exit mobile version