تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره پر خپلمنځي خبرو وغږیده
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د دوشنبې پر سهار( د وري ۱۲) له یو شمېر دولتي او جهادي مشرانو سره د افغانانو پر سوله خبرې وکړې.
خلیلزاد له اجرائيه رييس، بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د سولې د عالي شورا د دارالانشا له رییس او د حکومت د مذاکراتي ډلې سره خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ډېره اړتیا ده.
تمه ده چې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته به له وسلوالو طالبانو سره د خبرو داسې هر اړخیز پلاوی جوړ شي، چې سیاسي ډلې او حکومت به هم په کې ګډون ولري.
د سولې عالي شورا ویاند اسدالله زائیري وایي، چې داځل د حکومت او طالبانو نېغو خبرو ته زمینه برابریږي، چې دا نه یوازې د خلکو غوښتنه ده، بلکې د حل لار هم ده.
د افغانانو خپلمنځي غونډه به د اپریل په نیمايي کې د قطر په کوربتوب جوړه شي؛ خو له دې ناستې مخکې به طالب استازي او زلمی خلیلزاد د شپږم ځل لپاره سره جرګه کیږي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي؛ کیدی شي په شپږمه ناسته کې دوی نور پرمختګ وکړي او د تېرو هوکړو پلي کولو ته زمینه برابره شي.
اجرائيه رييس له وسلوالو طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د لنډمهالي ادارې له جوړښت سره هم مخالفت ښودلی او حکومت هڅې پیل کړي، چې سیاسي ډلې او مخورې څېرې راټولې کړي او له طالب استازیو سره د سولې په خبرو کې یو موټی دریځ خپل کړي.
خبریال: باعث حیات