تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد د سیمه ییزې اجماع لپاره پاکستان ته سفر کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د سیمه ییزې اجماع د جوړولو لپاره پاکستان ته تلی دی.
خلیلزاد وايي، چې اوس هم د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نده جوړه شوې.
پخوانی طالب چارواکی قلم الدین پر افغان حکومت نیوکه کوي او وایي، چې خلیلزاد د دغې نیمګړتیا لامل افغان حکومت بولي، چې د سولې لپاره یې سیمه ییزه اجماع نده رامنځته کړې.
د نړیوالو اړیکو شنونکي هم له خلیلزاد څخه تمه لري، چې دا ځل به د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالقیوم سجادي وایي؛ تر هغې، چې پر پاکستان فشار رانشي؛ افغانستان به د سولې په اړه له ننګونو سره مخ وي.
د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي، چې له شک پرته خپلمنځیو خبرو ته زمینه برابره شوې او افغانان دې لدغې شېبې ګټه پورته کړي.
زلمي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره هم خبرې وکړې او له هغه وړاندې یې د چین او روسیې له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې خلیلزاد به دا ځل په قطر کې له وسلوالو طالبانو سره هم خبرو ته کښیني.