سوداگري

د ا.ا.ا چارواکو د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز پر پراخولو خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۴۰۰)

په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، چې پاکستانيو چارواکو او د اسلامي امارت مشرانو سره په بحث او خبرو کې پر سیمه ییزو اقتصادي اړیکو ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي تعامل هم ګڼل کیدای شي.

پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې شوي، چې افغانستان د  پاکستان او چین له اقتصادي دهلیز سره یو ځای شي.

 په کابل کې د پاکستان سفیر دا خبر تائید کړی دی.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان څرګنده کړې: له سیمې سره اړیکې د افغانستان له مشرانو سره د بحثونو مهمه برخه ده، چې دا د اقتصادي تعامل لپاره ګټور ګام دی. دا مهمه پروژه د بېخبناوو او د افغانستان – پاکستان د انرژۍ د اتصال، د مرکزي آسیا او سویلي آسیا د نښلېدو په لار کې مهمه ده.

په وروستیو کې د پاکستان، چین او روسیې استازیو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړي، چې د پاکستان د سفیر د څرګندونو له مخې؛ امنیت او اقتصادي پراختیا ر دې بحث بنسټیزې خواوې دي.

منصوراحمد خان وایي: پاکستان هڅه کوي، چې نړیواله ټولنه په بانکي سسیټم کې د نړیوال محدودیت د کمولو لپاره همکاري وکړي او د پاکستان د مالي ادارو څو مدیران هم کابل ته راغلي وه، چې څرنګه کولی شي د نړیوالې ټولنې له محدودیت سره حالات ښه کړي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د یوه کمربند یوې لارې پروګرام یوه برخه ده، چې چین له آسیا، اروپا او نورې نړۍ سره نښلوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند ویلي؛ هېوادونه باید د ګډو ګټو پر پروژو هوکړه وکړي.           

د چین – پاکستان له اقتصادي دهلیز سره د افغانستان د یو ځای کولو هڅې له ۲۰۱۵ زېږدیز کال راپدیخوا پیل شوي؛ خو په هېواد کې د نوي نظام له راتلو سره دې هڅو نوې بڼه خپله کړې ده.

Trending

Exit mobile version