تازه خبرونه
کابل ته د پاکستان د لوی درستیز ناڅاپي سفر
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید پر یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی دی.
سرچینو ویلي، چې نوموړي له ولسمشر غني سره د سولې، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې او د کابل او اسلام آباد پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.
د ارګ د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د سولې او له دې بهیره د پاکستان پر ملاتړ خبرې کړې دي.
ارګ زیاته کړې؛ دوی دغه راز په دې اړه هم خبرې کړي، چې د دواړو هېوادونو خاوره به د یو او بل پر ضد نه کارول کیږي.
له دې مخکې په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې امریکایي استازي له دغه پوځي چارواکي سره د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او د سیمې د امنیت او ثبات په اړه یوه ګډه ناسته کړې وه.
دغه راز د ناټو عمومي منشي هم تېره ورځ په یوه ویډیوې ناسته کې یو ځل بیا د افغانانو له خپلمنځي ناستې ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي ویلي، چې په دې هېواد کې د سولې د راتلو لپاره باید د افغان ځواکونو وړتیاوې ډاډمنې شي او دغه راز یې ددغو ځواکونو بریا د وسلوالو مخالفانو پر وړاندې یو بری یاد کړی دی.