تازه خبرونه

د کابل په کووید ۱۹ روغتونونو کې د پوره روغتیایي خدمتونو نشتوالي خلک اندېښمن کړي 

Published

on

په کرونا ویروس د اخته کسانو خپلوانو او پایوازانو ویلي، چې په کابل کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په روغتونونو کې طبي آسانتیاوې پر نشت شمار دي؛ ځکه ډېري ناروغان د ناروغۍ د شدت له کبله نه، بلکې د آسانتیاوو د نشتوالي له کبله په روغتونونو کې مړه کیږي.

په کابل کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ځانګړیو روغتونو کې د آسانتیاوو د نشتوالي له کبله د هرې ورځې پر تېریدو اندېښنې او شکایتونه مخ پر ډېریدو دي.

خلک وايي، چې له میلیونونه دالر مرسته شویو پیسو سره – سره په روغتونونو کې لازمې آسانتیاوې نه دي برابرې شوي او ناروغان له همدې کبله ژوند له لاسه ورکوي.

رحمان نومی د ناروغ مل ویلي: د تېرې شپې عیني شاهد یم، چې ۱۵ کسان مړه شول او جنازې یې له روغتونه څخه ووتې.

افغان سینماګر فقیر نبي هم پر کرونا ویروس اخته و، چې په افغان جاپان روغتون کې یې ساه ورکړه. د هغه د کورنۍ غړي وايي، چې فقیر نبي په روغتون کې د طبي آسانتیاوو د نشتوالي او بې پروايۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړ. 

دوی زیاتوي، چې فقیر نبي څلور ورځې د روغتون په انګړ کې پروت و، چې ساه یې ورکړه.

د ارواښاد فقیر نبي ورور مالک مهدي ویلي: ۴ ورځې فقیر نبي د روغتون په انګړ کې پروت و؛ هغه یې آیسو ته ونه لیږداوه او اکسیجن یې ورنکړل. دغه راز وینتلاتور نلري او ډاکټرانو ورته پاملرنه ونکړه. 

د کابل د عامې روغتیا رييس خوشحال نبي زاده هم مني، چې د اړتیا په تناسب په روغتونونو کې آسانتیاوې لږ دي او مونږ اړ یو، د روغتون له انګړ او دهلیزونو کار واخلو. 

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا د رييس په وینا؛ په کابل کې نږدې یو سل و شپېته د کرونا ناروغان بستر دي. 

د کابل ښاریان وايي؛ مرستو ته په کتو د عامې روغیتا چارواکي ندي توانیدلي، چې د یو سل و شپېته کسانو لپاره لازم طبي سهولتونه برابر کړي.

Trending

Exit mobile version