سوداگري

په پاکستان کې د انارو بیې دوه برابره لوړې شوې

د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.

Published

on

 

عرب‌نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندېدا له کبله په پاکستان کې د انارو بیې له دوه برابرو ډېرې لوړې شوې دي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې د لوړ کیفیت لرونکو انارو بیه په هر کیلوګرام کې شاوخوا ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو( ۳ ډالرو) ته رسېدلې ده. په داسې حال کې، چې تېر کال په همدې وخت کې یې بیه ۴۰۰ روپۍ( ۱.۴۴ ډالره) وه.

د سوداګرو د څرګندونو له مخې: د لس کیلوګرامه غټو انارو بیه، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې شاوخوا څلور زره روپۍ(۱۴ ډالره) وه؛ اوس لس زره روپیو (۳۶ ډالرو) ته لوړه شوې ده.

پاکستان له دې مخکې د افغانستان د انارو له سترو واردوونکو هېوادونو څخه و؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ له بندېدا او د کړکېچ له زیاتېدا سره د پاکستان په بازارونو کې د انارو عرضه کمه شوې ده.

د پاکستان د احصائې ادارې د څرګندونو له مخې، دې هېواد په ۲۰۲۴ز.کال کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت انار وارد کړي وه.

د چمن سوداګرۍ خونې پخواني رییس او د افغان انارو واردوونکي حاجي جلال‌خان اڅکزي ويلي؛ د سوداګرۍ بندېدا نه یوازې پېرودونکو ته، بلکې واردوونکو، ټرانسپورټي شرکتونو او د ګمرک استازو ته هم زیان اړولی دی.

هغه ویلي، له دې مخکې د انارو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ باروړونکي موټر د چمن له لارې پاکستان ته د افغانستان انار لېږدول.

اڅکزي زیاته کړې؛ د بلوچستان کورنی تولید د پاکستان د ټولو بازارونو اړتیاوې نه‌شي پوره کولی او له کابل او اسلام‌آباد څخه یې وغوښتل، چې خپل اختلافات حل او دوه‌اړخیزه سوداګري بېرته پیل کړي.

خو هغه خبرداری ورکړ، چې د سوداګرۍ ګډوډۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پراخو راکړو ورکړو هم ناوړه اغېز کړی دی؛ ځکه له دې مخکې د پاکستان کرنیز محصولات افغانستان ته صادرېدل او له هغه ځایه د منځنۍ آسیا بازارونو ته لېږدول کېدل.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې د سوداګرۍ له بندېدا راپدېخوا افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا یو میلیارډ ډالر کم شوي دي.

د پاکستان اړوند وزارت اټکل کړی، چې د سیمه‌ییزو شخړو، د سوداګرۍ د ګډوډۍ او د توکو د لېږد د لګښتونو د لوړېدا له کبله د روان کال له جولای څخه تر اوکټوبر پورې د پاکستان سوداګریز زیانونه شاوخوا ۳۸۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version