تازه خبرونه
شفق د ۶ کلونو لپاره له کرکټ لوبو بې برخې شو
(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۳۹۹)
د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له کبله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.
د افغانستان کرکت بورډ څرګنده کړې؛ شفیق الله شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال په سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ په سیالیو کې ترسره کړې، چې له همدې کبله به نوموړی په راتلونکیو شپږ کلونو کې د هیڅ ډول کرکټ لوبې اجازه ونلري.
کرکټ بورډ ويلي؛ دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پیسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللي او همدغه راز هڅه یې کړې، چې یو بل افغان لوبغاړی هم د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلۍ ته وهڅوي.
د بورډ د اعلامیې له مخې، شفق په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.