تازه خبرونه

حکومت ۳۰۰۰ نه، بلکې ۲۲۸۴ طالب بندیان خوشې کړي- شاهین

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۳۹۹)

په قطر کې  د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي؛ حکومت د درې زره طالب زندانیانو د خوشي کولو خبره کوي، خو په وینا یې تر دوه نیم زره کم طالب بندیان خوشي شوي دي.

د ده په خبره حکومت تر دې دمه له خپلو زندانونو د طالبانو ۲۲۸۴ بندیان خوشي کړي دي.

شاهین زیاته کړې، چې د بندیانو د خوشي کولو بهیر باید روڼ وي او په دې لړ کې دې ګډوډي نه رامنځته کېږي.

د افغانستان امنیت شورا ویلي، چې په درې ورځو کې یې د طالبانو زر بندیان خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، چې له اختر مخکې ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په اختر کې ولسمشر په ډاګه کړه، چې دوه زره نور بندیان دې هم خوشې شي، ۱۰۰۰ یې د اختر په ورځو کې خوشې شول.

۷۱۰ کسان په تېرو درې ورځو کې خوشې شول او ټاکل شوې، چې ۲۹۰ نور هم خوشې شي، چې له دې سره به ټول ۳۰۰۰ پوره شي.

پخواني طالب سید اکبر آغا ویلي؛ د یو شمېر ډاډمنو سرچینو د څرګندونو له مخې، د بندي طالبانو د آزادولو په بهیر کې د نشه یي توکو ځینې قاچاق وړونکي هم خوشې شوي دي.

طالبانو هم له څلور ۴۰۰ ډېر بندیان آزاد کړي دي، چې حکومت ویلي و؛، ځینې یې ملکیان دي.

د حکومت د سولې خبرو مرکچي پلاوی له طالبانو غواړي، چې په سملاسي توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته حاضر شي.

د حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړی فاروق مجروح ویلي؛ ځینې هېوادونه د دې خبرو اترو کوربتوب ته چمتو شوي دي او څومره، چې ژر کیدای شي، حکومت او طالبان دې د دې خبرو د ځای پر سر هوکړې ته ورسیږي.

د ملي پخلاینې شورا، چې د سولې خبرو اترو د پر مخ بیولو په برخه کې واک لرونکې اداره ده، پخپل اداري جوړښت له کار کولو خبر ورکوي.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، چې د دې شورا د مشرتابه په کچه کې باید ښځې ټاکوونکی رول ولري.

د ولسمشر له فرمان سره سم د دوو زرو طالب بندیانو د خلاصولو بهیر د یکشنبې پر ورځ بشپړ شو؛ خو حکومت ندي ویلي، چې دا بهیر غزوي او که نه؟ خو د طالبانو تخنیکي ډله، چې د خپلو بندیانو پېژندنې لپاره کابل ته راغلې، اوس هم په کابل کې ده.

مخکې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي وه، چې د جون پر لسمه یا ۱۵ ښایي د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو طالبانو او حکومت  په دې اړه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

حکومت تمه لري، چې د زندانیانو له خوشي کولو سره د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل او د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي؛ خو طالبانو د تولو ۵۰۰۰ بندیانو له خوشې کیدو وروسته د سولې خبرو د دوه یم پړاو یا خپلمنځي خبرو پر پیلولو ټینګار ښکاره کړې دي.

Trending

Exit mobile version