تازه خبرونه

سټیفانو پونټیکورو په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه وټاکل شو

Published

on

ناتو په ډاګه کړې، چې ایټالیاوي سټیفانو پونټیکورو په افغانستان کې نن د جون پر لومړۍ نېټه په رسمي بڼه د ناټو د ملکي چارو د نوي سفیر په توګه دنده پیل کړه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړې، چې زه د افغانستان د راتلونکي لپاره په دې حساس وخت کې له هغه سره کار کولو ته د زړه له کومي چمتو یم.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی پونټیکورو به د ناټو په مشرۍ له غوڅ ملاتړ ماموریت سره د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورې په اړه کار او مرسته کوي.

 

دغه راز هغه به په افغانستان کې د ناټو له عمومي منشي او شمالي اتلانتیک شورا سره  د خپلو متحدینو د هڅو او افغان ملګرو د اړیکو په اړه هم کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: هغه به د افغان حکومت له لوړ پوړیو غړیو، افغان چارواکو او نورو نامتو ملي او سیمه ییزو مشرانو سره په اړیکه کې هم وي. هغه به له نړیوالې ټولنې، د افغانستان مدني ټولنې او نادولتي بنسټونو او سازمانونو له استازیو سره هم اړیکې ټینګوي.

هغه له دې مخکې په پاکستان کې د ایټالیا سفیر، د افغانستان په ګډون د ناټو په سیاسي او نظامي چارو کې د ایټالیا د دفاع وزیر ډیپلوماټیک سلاکار او په لندن او مسکو کې د ایټالیا د سفارت د ماموریتونو د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې.

د یادونې ده، چې له ده مخکې بریتانیاوي نیکولایس کي د ۲۰۱۹ میلادي کال له مارچه په افغانستان کې د  ناټو د ملکي استازي په توګه دغه دنده ترسره کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version