تازه خبرونه

د طالب زندانیانو تخنیکي پلاوي او حکومت خبرې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ ویلي؛ د طالب زندانیانو د تخنیکي پلاوي او حکومت خبرې د بندیانو پر خوشي کولو، پېژندنې او جګړې ته د دوی پر نه ستنیدو راڅرخیدلي دي.

د دولت او طالبانو ترمنځ تراوسه د سولې په اړه هوکړه نده شوې؛ خو درې میاشتې مخکې د قطر په دوحه کې یوه هوکړه شوې، چې د مذاکراتو لپاره یې چوکاټ وټاکه. د دې هوکړې مهمې برخې دا وې، چې دولت باید پېنځه زره طالب بندیان او طالبان به هم زر کسه بندي دولتي سرتېري خوشي کړي.

طالبانو ته نیژدې سرچینې وایي دا پلاوی د بندیانو د خلاصون له بهیر څخه د څارنې په موخه کابل ته راغلی او په نورو برخو کې صلاحیت نه لري.

امریکا دا هوکړه ومنله او تراوسه د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د طالبانو د پلاوي تګ راتګ دوام لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د بندیانو په اړه د طالب زندایانو یو پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د اړوند پلوي سره یې خبرې روانې دي او د دواړو خواوو د زندانیانو د خوشې کولو پر میکانیزم خبرې کیږي. مونږ به دې خبرو جزئیات ډېر ژر د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې کړو.    

طالبانو هم ویلي، چې کابل ته یې پلاوي سفرکړی دی.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبرآغا ویلي؛ طالبان غواړي هغه پېنځلس جنګي قومندانان خوشي کړي، چې له دولت سره بندیان دي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ په دې اړه څرګندوي؛ دا هغه کسان دي، چې په افغانستان کې یې خونړي بریدونه تنظیم کړي او په آسانۍ به آزاد نشي.

د افغانستان حکومت په دې باور دي، چې د دواړو لوریو د بندیانو خوشي کول به د باور فضا د جوړولو لامل شي او د افغانانو ترمنځ خبرو ته به زمینه برابره کړي.

د ولسمشرۍ فرهنګي سلاکار سید شاه حسین مرتضوي ویلي؛ ټاکل شوې، چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې اووه میاشتې نور به هم د افغانستان د سولې بازار تود وي؛ خو له هغې وروسته د دې سولې برخلیک ناڅرګند دی. 

د نوموړي په اند طالبانو د خپل حاکمیت له پېره یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او امریکا له دوی سره د سولې راوستلو هوکړه کړې؛ خو دوی د جغرافیې د رامنځته کولو په لته کې دي.

د یادونې ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه د حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو پیل ته په تمه ده؛ ځکه د دغو خبرو پیل به د افغانستان سولې ته د وردننه کیدو نوې دروازې خلاصې کړي.

Trending

Exit mobile version