ساینس او ټیکنالوژي
د اوکراین اوبپاڼې تر سایبري بریدونو لاندې دي – راپور
رویټرز د اوکرایني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ډاګه کړې، چې د اوکراین اوبپاڼې د روسیې تر سایبري بریدونو لاندې دي.
د روسیې مخابراتو او معلوماتو ادارې ټویټ کړی، چې روسي هکران له ځنډ پرته د اوکراین پر استخباراتي سرچینو بریدونه روان ساتلي دي.
دغې سرچینې څرګنده کړې، چې د ولسمشرۍ، پارلمان، کابینې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند اوبپاڼې د روسیې تر سایبري بریدونو لاندې راغلې دي.
اوکرایني چارواکو په ډاګه کړې، چې کیف به د جګړې په ځمکني او فضایي ډګرونو کې د روسیې بریدونه ونه زغمي.
