Connect with us

تازه خبرونه

په فراه کې د هندواڼو حاصلات په بې ساري توګه ډېر شوي

خپور شوی

د

د افغانستان کرنې او مالداارۍ وزارت ویلي، چې سږکال به د فراه د هندواڼو حاصلات ۷۸۹ زره ټنو ته ورسېږي، چې دا د تېر کال په پرتله شپږ سلنه ډېروالی  ښیي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، سږکال به د فراه ولایت د هندواڼو حاصلات تر ۷۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو پورې ورسېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې د دې ولایت پر نږدې ۱۹ زره او ۱۵۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.

د فراه ولایت کروندګرو هم د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبره کړې؛ خو د مارکیټ نشتوالی لویه ستونزه بولي.

د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ویلي، تر اوسه د هېوادنیو صادراتو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیڅ  بازار موندنه نده کړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزي د صنعت او سوداګرۍ پر وزارت نیوکه کړې او وایي، د سوداګرۍ وزارت باید د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او لیږدولو زمینه برابره کړې وای.

دوی وایي، چې د افغانستان هندواڼو ته ترټولو ښه بازار د سویلي آسیا هېوادونه دي؛ خو له بده مرغه پاکستان د تل په څېر افغان صادراتو ته اجازه  نه ورکوي.

د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!