تازه خبرونه
په فراه کې د هندواڼو حاصلات په بې ساري توګه ډېر شوي
د افغانستان کرنې او مالداارۍ وزارت ویلي، چې سږکال به د فراه د هندواڼو حاصلات ۷۸۹ زره ټنو ته ورسېږي، چې دا د تېر کال په پرتله شپږ سلنه ډېروالی ښیي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، سږکال به د فراه ولایت د هندواڼو حاصلات تر ۷۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو پورې ورسېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې د دې ولایت پر نږدې ۱۹ زره او ۱۵۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.
د فراه ولایت کروندګرو هم د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي خبره کړې؛ خو د مارکیټ نشتوالی لویه ستونزه بولي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ویلي، تر اوسه د هېوادنیو صادراتو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیڅ بازار موندنه نده کړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزي د صنعت او سوداګرۍ پر وزارت نیوکه کړې او وایي، د سوداګرۍ وزارت باید د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او لیږدولو زمینه برابره کړې وای.
دوی وایي، چې د افغانستان هندواڼو ته ترټولو ښه بازار د سویلي آسیا هېوادونه دي؛ خو له بده مرغه پاکستان د تل په څېر افغان صادراتو ته اجازه نه ورکوي.
د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.