تازه خبرونه

پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې په کابل کې پر خبریالانو ځانمرګی برید یو بشري جنایت ګڼي او د  ملګرو ملتونو د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، چې دغه برید په جدي توګه وڅېړل شي.

د کابل په شش درک کې پر خبریالانو شوی ځانمرګي برید، چې په کې ۹ خبریالانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي؛ د رسنیو ملاتړو ادارو تند غبرګون را پارولی او دغه پېښه یو ستر جنایت بولي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړي، چې پر خبریالانو د شوي برید په سیمه کې یې له رسنیو سره خبرې کولې، وویل، چې دا ډول بریدونه د بیان د آزادۍ د کاروان مخه نشي نیولای.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر صدیق الله توحیدي وایي: د کابل په زړه او شنه سیمه کې دغه برید د حکومت د ناغیړیو ښکارندویي کوي. د افغانستان خبریالان د ملګرو ملتونو د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي، چې دغه برید په جدي توګه وڅېړل شي.

د افغانستان د آزادو خبریالانو د انجمن رييس رحیم الله سمندر وایي: مونږ د افغانستان رسنۍ او د خبریالانو فدراسیون په یوه غږ له نړیوالې محکمې او امنیت شورا غواړو، چې دا جنایت ثبت کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر ملکي او بې دفاع وګړیو بریدونه بشري جنایت ګڼي او له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې دغه موضوع جدي وڅېړل شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، پر ملکي تاسیساتو او ملکي وګړیو برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، چې نړیواله محکمه یا نړیواله جزایي محکمه باید پرې بشپړه ځېړنه وکړي.  

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه ریاست هم پر ملکي خلکو بریدونه غندلي او د بشر ضد جنایت یې ګڼي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي: دا وحشیانه برید محکوموو. دا برید پر ملکي کسانو، د بیان پر آزادۍ او د افغانستان پر رسنیو تر سره شوی او د بشریت پر وړاندې ښکاره جنایت ګڼل کیږي.  

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رييس نادر نادري وایي: د دغې او نورو ورته ډلو جنایت د بښنې نه دی، چې باید بشپړ وڅارل شي؛ ملي او نړیوال بنسټونه متعهد دي او غواړي، چې عاملان یې د قانون منګولو ته وړاندې شي.

په دې وروستیو کې پر خبریالانو بریدونه زیات شوي او خبریالان په سختو شرایطو کې خپلې دندې تر سره کوي. په کابل کې پر خبریالانو له خونړي برید څو ورځې مخکې په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د وسلوالو کسانو لخوا پر ډزو ووژل شو او دادی نن په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه ترور شو.

Trending

Exit mobile version