تازه خبرونه

پر اترا نیوکه کوونکي دي خپل شکایتونه رسمي ثبت کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) د موبایل خدمتونو پر نیوکه کوونکیو غږ کړی، چې خپل شکایتونه دې په رسمي توګه له دوی سره ثبت کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم پر اداره له نیوکو وروسته دې ادارې غبرګون ښودلی؛ د ګرځند پر ځينوشبکو نیوکې دي، چې مخابراتي او انترنتي خدمتونه یې قیمته او کمزوري دي او په ځينو مواردو کې له مشتریانو پرته له کوم دلیل څخه پیسې ګرزوي.

د اترا مسوولین وايي، چې شکایت کوونکي باید خپل شکایتونه په رسمي توګه له دوی سره ثبت کړي.

د اترا ادارې ريیس محمد مجیب عزیزي وایي: د اترا چېرې ده کمپیاین روان دی! د رسنیو له لارې مونږ وایو، چې اترا شته او ځواب ورکوونکې هم ده. اترا نه له قانون لوړه ده او نه ځان ترې لوړ ګڼي.   

نوموړي زیاته کړې؛ هغه مخابراتي شرکتونه جریمه شوي، چې د  دوی له کړنلارو یې سرغړونه کړې ده.

په بازار کې له راجستر پرته د ځينو مخابراتي شبکو د سیمکارتونو پلور بله هغه ستونزه ده، چې هېوادوالو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د اترا تخنیکي مرستیال نقیب الله سیلاب وايي؛ تر هغې، چې ټول افغانان برښنايي تذکرې تر لاسه نکړي، پرغیر قانوني توګه د سیمکارتونو د پلور مخنیوي ناشونی دی.

لدې مخکې هم اترا ادارې د مخابراتي شرکتونو د نا قانونه کړنو د مخنیوي ژمنه کړې وه؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې اوس هم پرې نیوکې کیږي، چې پخپلو ژمنو نده دریدلې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version